په کابل ولایت کې د نشهیي توکو د قاچاق او پلور په تړاو درې تنه ونیول شول
د کورنیو چارو وزارت د نشهیي توکو پر وړاندې د مبارزې منسوبینو د کابل ښار د یوولسمې امنیتي حوزې او بګراميو ولسوالۍ په مربوطاتو کې د بېلابېلو کشفي عملیاتو پر مهال ۱۳۸۲ دانې «زېکپ»، یو شمېر «کا» ټابلیټونه، له ۳ کیلوګرامو څخه ډېر چرس، یوه اندازه هیروئین، د الکولي مشروباتو د تولید یوه کارخانه او ۲۴ لیټره الکولي مشروبات کشف او ضبط کړل.
د دغې قضیې په تړاو درې تنه نیول شوي، چې له لومړنیو څېړنو وروسته به عدلي او قضایي ارګانونو ته وسپارل شي.