په څلورو ولایتونو کې د جنایي جرمونو په تړاو ۲۳ تنه نیول شوي
جنایي جرمونو سره د مبارزې پولیسو د جلا جلا عملیاتو په ترڅ کې، په څلورو ولایتونو کې د جنایي جرمونو په تړاو ۲۳ تنه نیولي دي. له ډلې یې، په هرات ولایت کې د وسلوالو غلو اووه کسیزه ډله له ۱۲ موټرسایکلونو، یوه موټر او نورو غلا شوو توکو سره یو ځای نیول شوې ده، همدارنګه د فراه ولایت په بکواه ولسوالۍ کې ۷ تنه د ۷ موټرسایکلونو د غلا په تړاو، د بلخ په شولګرې ولسوالۍ کې ۶ تنه غله او په پکتیکا ولایت کې ۳ نور کسان د غلا په تړاو نیول شوي دي.