په پکتیکا کې یو تعداد وسلې او مهمات کشف او ضبط شول
د پکتیکا ولایت د امنیې قومندانۍ د تروریزم پر وړاندې د مبارزې منسوبینو، د ۱۴۰۵ کال د لومړۍ ربعې په اوږدو کې د یو لړ کشفي عملیاتو په ترڅ کې، د دې ولایت له بېلابېلو سیمو څخه د پام وړ اندازه وسلې او مهمات کشف او ضبط کړل. په ترلاسه شویو وسلو او مهماتو کې دوه میله کلاشینکوفونه، درې میله تفنګچې، شپږ شاجورونه، ۱۷ لاسي بمونه، ۴۹۰ د پیکا مرمۍ او ۷۰ د کلاشینکوف مرمۍ شاملې دي. دا وسلې او مهمات د متاخان، ارګون، یوسفخېل، وازیخوا، زرغونښار، یحییخېل او اومنې ولسوالیو په اړوندو سیمو کې د کشفي عملیاتو په پایله کې ترلاسه شوي دي.