په پنځو ولایتونو کې؛ ۲۳ تنه د جنايي جرمونو په تړاو نیول شوي

moi-af
دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۰ - ۱۵:۸
یبلسی

د کورنیو چارو وزارت د جنايي جرمونو پر وړاندې د مبارزې پولیسو د وروستیو ۲۴ ساعتونو راهیسې د هیواد په پنځو ولایتونو کې ۲۳ تنه د غلا، د درملو د قاچاق، د طبیعي ځنګلونو د پرېکولو او قاچاق په تړاو نیولي.
له منځه يې، ۱۰ تنه په هرات، اته تنه په ننګرهار، دوه تنه په غور، دوه تنه په نیمروز او یو بل تن د کندوز ولایت په مربوطاتو کې نیول شوی.
نیول شوي کسان له لومړنیو څیړنو وروسته قضايي او عدلي ارګانونو ته سپارل شوي.