په ننګرهار کې د ۳۰ کیلو ګرامه بیروج ډبرو د قاچاق مخنیوی وشو
د ننګرهار ولایت د پچيراګام ولسوالۍ امنیه قوماندانۍ پولیسو یو تن له ۳۰ کیلو ګرامه بیروج ډبرو سره یوځای نیولی دی.
نیول شوي کس غوښتل یادې ډبرې، چې اټکل شوی ارزښت یې نږدې ۳۰ میلیونه افغانۍ دی، پاکستان هیواد ته قاچاق کړي، چې په خپل وخت د امنیتي ځواکونو له لوري وپېژندل شو او ونیول شو.