په میدان وردګ او بدخشان ولایتونو کې نږدې ۶۰ کیلوګرامه نشهیي توکي کشف او ضبط شول
د نشهیي توکو پر وړاندې د مبارزې ځواکونو د جلا جلا عملیاتو په ترڅ کې، ۳۴ کیلوګرامه نشهیي توکي د بدخشان ولایت د درایم ولسوالۍ په مربوطاتو کې او ۲۵ کیلوګرامه نشهيي توکي د میدان وردګو ولایت د سیداباد ولسوالۍ په مربوطاتو کې کشف او ضبط کړي دي.
د یادو نشهیي توکو د قاچاق او پلور په تړاو څلور کسان هم نیول شوي، چې له لومړنیو څېړنو وروسته به عدلي او قضایي ارګانونو ته معرفي شي.