په فرضي کرښه د سرحدي پولیسو پرتو جزتامونو ته د سفرونو په لړ کې، د سرحدي پولیسو لوی رئیس پاسوال مولوي حزبالله افغان تورخم ته رسمي سفر وکړ
په یاد سفر کې د ننګرهار امنیه قوماندان مولوي محبالله حماس او د سرحدي پولیسو نظامي مرستیال مولوي عبدالمنان حسان د ښاغلي افغان ملتیا کوله.
ښاغلي افغان د فرضي کرښې په اوږدو کې د سرحدي پولیسو له پوستو او کمیسارۍ څخه د کتنې ترڅنګ، راتلونکو مهاجرینو ته ښه راغلاست ووایه او مسؤلینو ته یې د مهاجرینو ستونزو ته د رسېدنې په تړاو لازم هدایات هم ورکړل.