په فراه او کابل ولایتونو کې د لسګونو کیلوګرامه نشه‌يي توکو د قاچاق مخه ونیول شوه

moi-af
پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۱۱:۹
شسیبب

د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې ځواکونو د کشفي او هدفي اقداماتو په پایله کې، ۳۱ کیلوګرامه نشه‌يي توکي د فراه ولایت په ګلستان ولسوالۍ او ۱۴ کیلوګرامه نور د کابل ښار د خیرخانې دروازې په سیمه کې کشف او ضبط کړي دي.

د یادو نشه‌يي توکو د قاچاق په تړاو څلور تنه هم نیول شوي، چې د اړوندو دوسیو له ترتیب وروسته به عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپارل شي.