په غزني او بدخشان ولایتونو کې د لسګونو کیلوګرامو نشه‌يي توکو د قاچاق مخه ونیول شوه.

moi-af
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۴ - ۱۰:۶
sdfasdf

د غزني ولایت د امنیه قومندانۍ پولیسو شپږ کسان هغه مهال نیولي چې غوښتل یې ۳۳ کیلوګرامه شیشه او ۲۳ کیلوګرامه هیرویین په یوه سراچه موټر کې له نیمروز څخه ننگرهار ته ولیږدوي.
بل لور ته، د بدخشان ولایت په ارګو ولسوالۍ کې یو تن د ۲۳ کیلوګرامو تریاکو د انتقال پر مهال د امنیه قومندانۍ پولیسو نیولی دی.