په بلخ ولایت کې له ۲۰۰ څخه زیاتو اړمنو کورنیو سره نغدي مرسته وشوه
د بلخ ولایت د امنیې قوماندانۍ د نشهيي توکو پر وړاندې د مبارزې مدیریت له لوري ۸۰۰ زره افغانۍ نغدي مرسته پر ۲۰۱ اړمنو او سوالګرو کورنیو ووېشل شوه چې مخکې په دې ولایت کې د موظفې کمېټې له لوري مستحقې پېژندل شوې وې.
د مرستو ترلاسه کوونکو کسانو خوښي څرګنده کړه او د اسلامي امارت له مسؤلینو یې د مننې ترڅنګ غوښتنه وکړه چې له دوی سره دې په میاشتنۍ او دوامداره توګه مرستې وشي.