په بغلان ولایت کې د دوو کورنیو تر منځ ۲۰ کلنه دوښمني پای ته ورسېده
د بغلان ولايت والي الحاج مولوي عبدالله مختار، په سپارښتنه او د کورنیو چارو وزارت امنیتي سلاکار، الحاج مولوي محمد یونس مخلص، د یاد ولایت مرستیال والي، امنيه قومندان او نورو مسوولينو په هڅو، د بغلان ولايت ډنډغوري ولسوالۍ د شېر باز او امير جان کورنیو تر منځ، ۲۰ کلنه دوښمني په دوستۍ بدله شوه.
په دغه ۲۰ کلنه دوښمنۍ کې د دواړو لورو، دوه تنه وژل شوي وو چې د مشرانو په هڅو او منځګړیتوب دواړو کورنیو دوښمني پای ته ورسېده او د سولې او ورورولۍ لاره ېې خپله کړه.
د بغلان ولايت مقام د دغې روغې جوړې د هرکلي ترڅنګ له بغلان مېشتو ولسونو غوښتنه کوي چې د دوښمنیو پر ځای د سولې او ورورولۍ لاره غوره کړي ځکه چې د الله تعالی (ج) د خوښۍ سبب ګرځي.