په اوو ولایتونو کې؛ د نشه يي توکو د قاچاق او پلور په تړاو ۴۵ تنه ونیول شول

moi-af
پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱ - ۱۲:۱۸
sadfsa

د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې شرطې منسوبینو، ۴۵ تنه د نشه يي توکو د قاچاق او پلور په تړاو په جوزجان، بلخ، ننګرهار، کندز، تخار، سمنگان او پروان ولایتونو کې نیولي دي.
 له نیول شویو کسانو څخه زرګونه دانې نشه يي ټابلیټونه (تابلیت کا)، ۹ کیلو او ۵۰۰ ګرامه چرس او یو مقدار هیرویین او شراب هم ترلاسه شوي دي.
نیول شوي کسان به له لومړنیو څېړنو وروسته عدلي او قضایي ارګانونو ته وسپارل شي.