هرات کې پنځه تنه نیول شوي او د ۲ زره او ۳۰۲ کیلوګرامو ومانو د قاچاق مخه ونیول شوه
د هرات ولایت د امنیې قوماندانۍ د نشهيي توکو پر وړاندې د مبارزې ځواکونو د دغه ولایت په اوبه او پښتون زرغون ولسوالیو کې د ۲ زره او ۳۰۲ کیلوګرامه ومان بوټو چې د نشهيي توکو په پروسس کې کارول کیږي د قاچاق مخه نیولې او همداراز یې د خپلو هدفي عملیاتو په ترڅ کې پنځه تنه نیولي دي.
نیول شوي کسان به د دوسیو له تر ترتیب وروسته عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپارل شي.