ننګرهار کې د ختيځ زون د ملي پولیسو د ښوونيز او روزنيز مرکز څخه (۵۵۰)  تنه منسوبین له مسلکي او شریعي  زده کړو چې  ګزمه، چیک پوینټ، تالاشي، د بېلابېلو وسلو کارول او نور امنیتي تکتیکونه او مهارتونه په کې شامل وو، فارغ او ټولنې ته د خدمت لپاره وړاندې شول. 

moi-af
چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۳ - ۱۲:۴۷
شسیبشس

یاده فراغت غونډه چې د ختیځ زون د پولیسو په ښوونېز او روزنېز مرکز کې جوړه شوې وه، په کې د ننګرهار، کونړ، لغمان، نورستان امنیه قوماندانیو مسؤلینو، د اسلامي پولیسو د ښوونيز او روزنيز مرکز مسؤلینو او د یو شمېر نورو ځایي ادارو مشرانو ګډون کړی و.

د پولیسو د ښوونېز او روزنېز مرکز قوماندان قاري رحمت الله نعماني وویل چې مجاهدینو ته يې له دا ډول مسلکي او شریعې زده کړو ورکولو څخه موخه د اسلامي نظام پیاوړی کول او د یو منظم  امنیتي سیستم رامنځ ته کول دي، تر څو مجاهدین وکولی شي په ښه ډول د اسلامي نظام نماینده ګي وکړي او په هېواد کې د امنیت د لا ټینګښت لپاره نوي مهارتونه ترلاسه کړي.