مولوي بدرالدین حقاني د کورنیو چارو وزارت د تدارکاتو د رییس په توګه وټاکل شو

moi-af
شنبه ۱۴۰۰/۷/۲۴ - ۱۵:۶
123

د کورنیو چارو وزارت د ګومارنو په لړ کې، مولوي بدرالدین حقاني د یاد وزارت د تدارکاتو د رییس په توګه وګومارل شو. 
په یاده پېژند غونډه کې د کورنیو چارو وزارت د مقام دفتر لوی رییس مولوي زین الله عابر، رئیسانو او همدارنګه د یاد ریاست کارکوونکو هم ګډون درلود.
مولوي حقاني د ریاست له پخوانيو کارمندانو وغوښتل چې خپلو مسئوليتونو ته زیر شي او هڅه وکړي چې د تدارکاتو ریاست له هرډول فساد، غلا او رشوت څخه پاک وساتل شي، چې د ریاست پخوانيو کارمندانو په خپل وار مولوي صیب ته د همکاری ډاډ ورکړو.