لغمان ته نوی امنیه قومندان معرفي شو
لغمان ولایت لپاره نوی ټاکل شوی امنیه قومندان الحاج محمد اسماعیل فایز د یو لړ ځانګړو مراسمو په ترڅ کې رسماً معرفي او خپله دنده یې پیل کړه. یاد مراسم چې پکې د کورنیو چارو وزارت استازو، ولایتي چارواکو او امنیتي مسؤلینو ګډون کړی و. د کورنیو چارو وزارت استازي مولوي عبدالله هجرت ګډونوالو ته د نوي قومندان د اطاعت او همکارۍ سپارښتنه وکړه او د پخواني قومندان مولوي نجیب الله بدخشي د خدمتونو ستاینه یې وکړه.
په غونډه کې د لغمان مرستیال والي، د علماوو شورا رئیس، د استخباراتو رئیس، د امنیه قومندانۍ مرستیالان، اداري او تأمیناتي معاونان، د ولسوالیو قومندانان او د حوزو مسؤلین ګډون درلود. نوي امنیه قومندان الحاج محمد اسماعیل فایز د مشرتابه له باور مننه وکړه او ډاډ یې ورکړ چې د اسلامي اصولو، قوانینو او د مشرانو د لارښوونو په رڼا کې به د لغمان ولایت د امنیت، ثبات او ولسي خدمت لپاره نه ستړې کېدونکې هڅې ترسره کړي.
غونډه د علماوو دعايي کلام په ویلو سره پای ته ورسیده او ګډونوالو د نوي قومندان لپاره د بریالیتوب دعا وکړه، او د امنیتي ځواکونو ترمنځ د لا زیاتې همغږۍ او یووالي هیله څرګنده شوه.