لسګونه تنه په نشو روږدي کسان له درملنې وروسته جوړ شوي دي

moi-af
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۶ - ۱۴:۴۴
sadfa

د نیمروز امنیه قومندانۍ د نشه یي توکو سره د مبارزې پولیسو، ۹۴ تنه په نشو روږدي کسان چې پخوا یې راټول کړي وو او د دغه ولایت ۱۰۰۰ بستریز روغتون ته یې د درملنې په موخه لېږدولي وو اوس جوړ شوي او خپلو کورنیو ته وسپارل شول.
په همدې حال کې، ۴۲ تنه نور په نشو روږدي کسان چې په بغلان ولایت کې یې درملنه شوې ده، د ټاکلې کمېتې له لارې خپلو کورنیو ته وسپارل شول.