زلزله ځپلو سره د عاجلو مرستو په موخه د کورنیو چارو وزارت روغتیايي ټیمونه په سیمه کې د زیانمو هیوادوالو په خدمت بوخت دي

moi-af
پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۳ - ۹:۵۹
adfa

‎د کورنیو چارو وزارت اړوند د روغتيايي چارو لوى رياست له لوري استول شوي روغتیاپالان د کونړ ولايت په زلزله ځپلو سیمو کې دي او تراوسه یې  سلګونه هېوادوالو ته روغتیايي مرستې رسولي دي. ياد ټيمونه د زلزله‌ځپلو کورنيو د عاجلو روغتيايي اړتياوو د پوره کولو په موخه د سیمې خلکو ته بېړني روغتيايي خدمات وړاندې کوي.

‎په دغو روغتیاپالانو کې د جراحۍ، داخله، ماشومانو او انتاني ناروغيو برخو کې متخصص ‌ډاکټران او نرسان شامل دي چې  مجهز امبولانسونه او اړین روغتیايي درمل ورسره دي. یاد ټیمونه د درملنې ترڅنګ د وقايې، مشورې او اړينو درملو وېش هم ترسره کوي.

‎د روغتيايي چارو لوى رياست مسؤلين وايي، چې د زلزله ځپلو د درملنې ترڅنګ به د سيمې د روغتيايي مرکزونو له لارې د ناروغانو څارنه هم روانه وي، څو د خلکو روغتيا خوندي پاتې شي.