د کونړ په توپچي بېز کې د یو مسجد د بنسټ ډبره کېښودل شوه
د بنسټ ډبرې اېښودلو په مراسمو کې د کورنیو چارو وزارت د تامیناتي چارو معینیت د تعمیراتو عمومي رئیس مولوي عنایتالله رشید، د کونړ ولایت د امنیه قومندانۍ مرستیال او یو شمېر مسوولینو ګډون کړی و. ګډونوالو په امنیتي مرکزونو کې د جوماتونو د جوړېدو پر ارزښت ټینګار وکړ او دا یې د پولیسو د منسوبینو لپاره د دیني اسانتیاوو برابرولو او د ایماني روحیې د پیاوړتیا په برخه کې یو مهم ګام وباله. د یادونې وړ ده، چې د کورنیو چارو وزارت د پراختیايي پروګرامونو له مخې د هېواد په بېلابېلو قطعاتو او جزوتامونو کې د جوماتونو د جوړولو چارې شاملې دي، چې عملي کارونه یې په تدریجي ډول روان دي.