د کورنیو چارو وزیر الحاج خلیفه سراج الدین حقاني د افغانستان لپاره د اروپایې ټولنې ځانګړي استازي توماس نېکلسن او مل پلاوي سره لیدنه ؤکړه.

moi-af
پنجشنبه ۱۴۰۰/۱۲/۲۶ - ۱۰:۹
asd

ښاغلي نېکلسن افغانستان کې له ډاډمن امنیت خؤښي ؤښوده ؤیې ویل: زموږ راتګ د دې ښکارندوی دی، چې افغانستان مو هېر نۀ دی او هڅه کوو چې تل د افغانانو ترڅنګ پاتې شو.
نېلکسن زیاته کړه: موږ د جګړې پلوي نه یو، څوک جګړې ته نۀ هڅوو؛ بلکه موږ د سولییز او باثباته افغانستان لپاره هڅې کوو او خپلې ستونزې به د خبرو اترو او ګډ کار له لارې حلوو. 
د کورنیو چارو سرپرست وزیر له راغلي پلاوې د ښۀ راغلاست ترڅنګ  مننه وکړه او دا ډؤل لېدنې یې د باور جوړونې برخه کې اغېزمنې وبللې.
خلیفه صیب ډاډ ورکړ، چې اسلامي امارت په خپلو کړو ژمنو ولاړ دی، هېچاته به له افغان خاورې ګواښ نه پېښیږي او موږ هېڅکله هم د جګړې پلوي نه یو، زموږ تېره شل کلنه جګړه د هېواد د ازادۍ لپاره مشروع مبارزه وه او اوس هم نړۍ سره  مثبتو او نېکو اړېکو پاللو ته ژمن یو.