د کنړ ولایت په درې پېچ ولسوالۍ کې، امنیتي ځواکونو، دوه تنه د لرګیو د غیر قانوني لېږد په تړاو نیولي.
یاد کسان د درې پېچ د ګنده ګل په سیمه کې هغه مهال ونیول شول چې غوښتل یې لرګي د یوه ډاټسن موټر په واسطه د عمار له سیمې څخه په غیر قانوني توګه ولېږدوي. دغه راز د زابل ولایت امنیه قومندانۍ د لومړۍ حوزې شرطې، یو تن چې څو ورځې وړاندې یې د خروت اباد په سیمه کې یو موټرسایکل غلا کړی وو، د غلا کړل شوي موټرسایکل سره یو ځای نیولی.