د هرات د پشت کوه ولسوالۍ لپاره د اداري ودانۍ د بنسټ ډبره کېښودل شوه

moi-af
یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۳۰ - ۱۰:۲۳
شسیبشسب

د امیرالمؤمنین حفظه الله پر حکم د یوې رڼې پروسې او بولۍ له لارې د هرات د امنیې قومندانۍ د مسؤلینو په شتون کې د هرات ولایت د پشت‌کوه ولسوالۍ د امنیې قومندانۍ د اداري ودانۍ د بنسټ ډبره کېښودل شوه.

دا پروژه د ۱۷ میلونه افغانیو په ارزښت ده چې یادې قومندانۍ د امنیتي چوپړتیاوو د ښه کېدو، د تشکیلاتي وړتیا لوړولو او د یادې قومندانۍ د اداري کارونو د اسانتیا لپاره ترسره کیږي چې په پلي کېدو سره به یې د امنیت په ټینګښت کې د خلکو اساسي ستونزې حل او قانون به پلی شي.