د سرحدي شرطې لوی ریاست منسوبینو ته ښوونیز سیمینار پای ته ورسېد
د سرحدي شرطې لوی ریاست په مقر کې د دعوت او ارشاد آمریت له لوري جوړ شوی لنډمهاله ښوونیز او اصلاحي سیمینار پای ته ورسېد. په دغه سیمینار کې د اسلامي نظام پر ارزښتونو، د دندو پر مسؤلیتونو، له رسمي صلاحیتونو د ناوړه ګټې اخیستنې پر مخنیوي، اطاعت، امانتدارۍ او د بیت المال پر ساتنې خبرې وشوې.
د سیمینار ویناوالو، شیخ الحدیث عیدولي حلیمي، شیخ الحدیث عبدالحمید حماسي او مفتي محمود ذاکر، د شرعي احکامو پر رعایت، د سپارل شوو مسؤلیتونو پر سم ترسره کولو، اداري نظم او د عامه شتمنیو پر ساتنې ټینګار وکړ. په پای کې له ګډونوالو وغوښتل شول چې په ورځنیو دندو کې اسلامي لارښوونې او اداري اصول په پام کې ونیسي.