د خوست ولایت مسوولینو په هڅو ۱۸ کلنه دښمني چې یو تن پکې وژل شوی وو، د یاد ولایت په تڼیو ولسوالۍ کې حل شوه
د خوست مرستیال والي مولوي محبوب شاه قانت هغې غونډې ته چې په همدې موخه جوړه شوې وینا وکړه او د امیرالمومین شیخ صیب د فرامینو پر تطبیق یې ټینګار وکړ وویل : د دې فرامینو اجرا کول د بدو عرفونو او عنعناتو د مخ نیوي موثره تګلاره ده.
ښاغلي قانت دغه راز د علماوو او قومي مخورو څخه غوښتنه وکړه چې د قومونو په منځ کې د شخړو د حل په پار جدي ګامونه پورته کړي ځکه چې عالمان او قومي مخور د داسې ستونزو په حل کولو کې مهم او بنسټیز رول لري.
په پای دواړو کورنیو دا اقدام وستایه او ژمنه یې وکړه چې وروسته له دې به د دوستۍ په فضا کې خپل ارامه ژوند ته دوام ورکوي.