د ختیځ زون د شرطې په روزنیز مرکز کې د ظرفیت لوړونې اووه ورځنی سیمینار پای ته ورسېد

moi-af
شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۰ - ۱۴:۱۶
asdfasf

د ختیځ زون د شرطې ځواکونو په روزنیز مرکز کې د ننګرهار ولایت د ۲۲ ولسوالیو د امنیه قوماندانانو، د جلال‌اباد ښار د نهو امنیتي حوزو لمرینو، د ترافیکو مدیریت او ښاري کنډک د مدیرانو لپاره د ظرفیت لوړونې اووه ورځنی سیمینار د اړوندو مسؤلینو په ګډون پای ته ورسېد. د ختیځ زون د پولیسو د روزنیز مرکز قوماندان، الحاج مولوي رحمت‌الله نعماني وویل، د دغه سیمینار اساسي موخه د مسؤلینو د مسلکي وړتیاوو لوړول، د اداري نظم پیاوړتیا او خلکو ته د غوره او اغېزمنو خدمتونو وړاندې کول دي. نوموړي زیاته کړه، مسؤلین باید په خپلو دندو کې اخلاص، امانت‌داري او ژمنتیا خپل کاري اصل وګرځوي او خپلې دندې په زغم، تدبیر او قوي ارادې ترسره کړي. د سیمینار ګډونوالو هم خوښي څرګنده کړه او ژمنه یې وکړه چې ترلاسه شوې زده کړې او تجربې به په عملي ډول په خپلو ادارو کې پلې کړي، ترڅو خلکو ته د خدمتونو وړاندې کول، اداري نظم او د چارو اجراات لا اغېزمن او ښه شي.