خوست کې په سلګونو اړمنو کورنیو نغدي مرستې وویشل شوې

moi-af
پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۸ - ۱۰:۲۴
asdfsa

د خوست امنیه قومندانۍ د نشه‌یي توکو پر وړاندې د مبارزې مدیریت منسوبینو د یوې شفافې پروسې په پایله کې پر شاوخوا دوه سوه ثبت او مستحقو سوالګرو کورنیو نږدې یو میلیون افغانۍ نغدي مرستې وویشلې. 
یادې مرستې چې د امیرالمؤمنین حفظه‌الله د ځانګړي فرمان پر بنسټ د تېر کال راهیسې پنځم ځل ویشل کېږي، د یاد ولایت د ځایي مسؤلینو په شتون کې ترسره شوې او د کورنیو د شمېر له مخې هرې کورنۍ ته له ۳۵۰۰ تر ۴۵۰۰ افغانیو پورې ورکړل شوې.