خوست کې لسګونه غلا شوي موټر‌سایکلونه مالکانو ته د سپارلو په موخه خلکو او رسنیو ته وښودل شول

moi-af
شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۳ - ۱۴:۳۴
asdfasf

د خوست امنیې قومندانۍ د علیشېرو او تریزیو ولسوالۍ د ګورګورۍ امنیتې حوزې منسوبینو د بېلابېلو عملیاتو پر مهال ۱۷ غلا شوي موټر سایکلونه موندلي، چې اصلي مالکانو ته د سپارلو په موخه د خوست ولایت ځایي رسنیو ته وښودل شول.
د یادولو ده چې هغه هېوادوال چې موټرسایکلونه یې غلا شوي او یا بې درکه شوي دي، د اړوند کره اسنادو او شواهدو په ښودلو سره کولی شي، خپل وسایط د یادې ولسوالۍ د ګورګورۍ امنیتي حوزې له منسوبینو ترلاسه کړي.
پولیسو په دې تړاو دوه تنه نیولي چې په لومړنیو څېړنو کې یې د یاد شمېر موټرسایکلونو په غلا اعتراف کړی دی.