بغلان کې دوه تنه د ۱۸ کیلوګرامو تریاکو د قاچاق په تړاو ونیول شول

moi-af
پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۳ - ۹:۵۹
adfa

د بغلان امنیې قومندانۍ نشه‌یي توکو سره د مبارزې مدیریت پولیسو د یو پلټونکي عملیات  پر مهال دوه تنه نیولي چې غوښتل یې ۱۸ کیلو ګرامه تریاک په یو کرولا موټر کې د یاد ولایت له تاله برفک ولسوالۍ څخه بامیان ولایت ته ولېږدوي.
همداراز، له نیول شوو کسانو څخه پولیسو یو میل کلاشینکوف هم ترلاسه کړی دی.