الحاج مولوي عبدالصمد جاوید د کابل د نوي امنیه قوماندان په توګه معرفي او رسماً یې په کار پیل وکړ
الحاج مولوي عبدالصمد جاوید د یوې پراخې غونډې په ترڅ کې د کابل د نوي امنیه قوماندان په توګه په رسمي ډول معرفي او خپله دنده یې پیل کړه. په دغو مراسمو کې، چې د کورنیو چارو وزارت لوړپوړو مسوولینو او نورو چارواکو ګډون کړی و، نوی امنیه قوماندان د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د حکم پر اساس د کابل د امنیت د ټینګښت په موخه مسوولینو او منسوبینو ته معرفي شو.
د کورنیو چارو وزارت د امنیتي چارو د ستر معینیت معاون الحاج ملا عطاء الله انوري او د یاد معینیت د دفتر رییس قاري احسان الله سهیل نوي امنیه قوماندان ته د مبارکۍ ترڅنګ، له هغې وغوښتل چې د پلازمینې د امنیت په خوندیتوب او د ولس د ارامۍ په برخه کې جدي هڅې وکړي او په امنیتي چارو کې روڼتیا او همغږۍ ته لومړیتوب ورکړي.
د کابل نوي امنیه قوماندان الحاج مولوي عبدالصمد جاوید په خپله وینا کې مسوولیت یو دروند امانت وباله او ژمنه یې وکړه چې د مشرتابه د لارښوونو په رڼا کې به د کابل د امنیت، ډاډمن چاپیریال او ښې حکومتولۍ لپاره نه ستړې کېدونکې هڅې کوي. نوموړي له منسوبینو او ولسونو وغوښتل چې د نظام د پالیسیو په پلي کولو کې له امنیه قوماندانۍ سره خپله همکاري جاري وساتي.