اتو ولایتونو کې؛ پولیسو لسګونه روږدي کسان د درملنې په موخه راټول کړل
د کورنیو چارو وزارت د نشهيي توکو پر وړاندې د مبارزې پولیسو د هېواد په بغلان، پروان، سمنګان، پنجشیر، میدان وردګ، پکتیا او کاپیسا ولایتونو کې د جلا جلا عملیاتو په ترڅ کې لسګونه روږدي کسان راټول کړي او د بستر او درملنې په موخه یې روغتیايي مرکزونو ته معرفي کړي دي.