د کورنیو چارو وزارت مشرتابه د شهید حمید جلال پښتون له کورنۍ سره خپله خواخوږي شریکه کړه

moi-af
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۵/۳۰ - ۱۲:۳۲
شبشبشبب

د کورنیو چارو وزارت مشرتابه پلاوی د غم شریکۍ په موخه د شهید حمید جلال پښتون کورنۍ ته ورغی چې څو ورځې وړاندې د کابل ښار ۱۶ مې حوزې اړوند سیمه کې د یو مجاهد له لورې سهوا په شهادت رسیدلی و، رهبري پلاوي د کورنیو چارو سرپرست وزیر د خواخوږۍ او تسلیت پیغام دوی ته ورسوه.

په یاد پلاوي کې چې د کورنیو چارو وزارت له لوري ټاکل شوی و، د تامیناتي چارو معین مولوي عبدالله مختار، د دفتر مقام لوی رییس مولوي زین الله عابر، د وزارت د مقام ستر سلاکار مولوي عبدالرحیم ثاقب او د کابل امنیه قومندانۍ مرستیال مولوي موسی جان ابراهیم برخه لرله.

د کورنیو چارو وزارت د تامیناتي چارو معین په خپلو خبرو کې د شهید کورنۍ سره د وزارت د مشرتابه خواخوږي شریکه کړه او ډاډ یې ورکړ، هغه کس چې دغه عمل یې ترسره کړی، نیول شوی او د شریعت د تطبیق په موخه يې دوسیه محکمې ته سپارل شوې ده.
همداراز د وزارت د مقام د دفتر ستر سلاکار د شهید کورنۍ ته د تسلیت ویلو ترڅنګ وویل چې زموږ غم او ښادي شریکه ده او موږ ستاسې په غم کې شریک یو.

ورته مهال د شهید حمید جلال پښتون نیکه د کورنیو چارو وزارت د مشرتابه له ورتګ او غم شریکۍ څخه مننه وکړه او وې ویل موږ د محمدي شریعت د پلي کېدو غوښتونکي یو.
په پای کې د کورنیو چارو وزارت مشرتابه پلاوي د شهید له کورنۍ سره دوه سوه زره افغانۍ نغدي مرسته وکړه.