د پکتیا ولایت څمکنیو سیمه کی یوتن د وسلې قاچاق وړونکی ونیول شو

moi-af
شنبه ۱۴۰۰/۱۱/۳۰ - ۱۰:۴۹
rete

 پکتیا ولایت څمکنیو او جاني خېلو پر عمومي سړک بازار ته څېرمه سیمه کې د څمکنیو او لجه منګل امنیه قومندانیو امنیتي ځواکونو په کلکه همغږۍ او د پکتیا امنیه قومندان مولوي محمد عمر مخلص په قوي رهبرۍ سره  د څمکنیو امنیه قومندانۍ ځېرکو امنیتي ځواکونو د پټان ولسوالۍ  شپولې خولې اوسیدونکی داؤد د میاخېل زوی یوتن د وسلې قاچاق وړونکی په تور رنګه کرولا ډوله موټر کې د لس میله وسلې سره لاس په لاس ونیول شو، یاده دې وي، چې نېول شوې وسله کې یو میل M4  او نهه میله M16 ټوپک شتون لري او نېول شوي کس غوښتل، چې یاده وسله پاکستان هیواد ته د قاچاق په موخه ولېږدوي