هلمند کې د ملي پولیسو د شهیدانو له کورنیو سره د مرستې سربېره؛ د ملي پولیسو د ځانګړو ځواکونو له ورثو سره هم مرسته وشوه

jamil-moi
چهارشنبه ۱۴۰۰/۲/۲۲ - ۱۲:۵۹
8

کورنیو چارو وزارت په هلمند ولایت کې د ملي پولیسو د شهیدانو له کورنیو سره یو اندازه مالي او همدارنګه د خوراکي توکو مرسته وکړه.
یاده مرسته د کورنیو چارو وزارت د ستر امنیتي معینیت د رییس ارکان لوی‌پاسوال عبدالفتاح فروع له خوا د پولیسو د شهیدانو ورثو ته ترسره شوه. 
لوی‌پاسوال عبدالفتاح فروع د هېواد د ښېرازۍ او د درې رنګه بیرغ د څپاند ساتنې په برخو کې د پولیسو د شهیدانو د قربانیو او سرښندنو درناوی وکړ او ویې ویل، چې د ملي پولیسو د شهیدانو کورنیو ته به پر وخت رسېدنه او پالنه کېږي.
بلخوا؛ د ملي پولیسو د ځانګړو ځواکونو لویې قوماندانۍ هم د یادې قوماندانۍ د شهیدانو له ورثو سره یو اندازه مرسته وکړه.