ستر امنیتي معین د کورنیو چارو وزارت د عامه خدمتونو له مرکز څخه لیدنه وکړه

jamil-moi
پنجشنبه ۱۳۹۹/۶/۱۳ - ۱۴:۳۷
6

د کورنیو چارو وزارت ستر امنیتي معین ستر پاسوال عبدالصبور قانع د یاد وزارت د عامه خدمتونو له مرکز څخه د لیدنې پرمهال د دغه مرکز د چارو او فعالیتونو ارزونه وکړه او د یاد مرکز د کارکوونکو ستونزې یې له نږدې وڅېړلې.

ستر امنیتي معین د لوژېستیک، تعمیراتو او ډایاګ ریاست مسوولینو ته سپارښتنه وکړه چې د عامه خدمتونو مرکز د کارکوونکو ستونزو ته جدي پاملرنه وکړي.

دغه راز امنیتي معین د عامه خدمتونو مرکز له کارکوونکو څخه وغوښتل چې د ټولو مراجعینو کارونه دې په خپل وخت سره ترسره کړي څو د مراجعینو قانوني کار کې هېڅ راز خنډ او ځنډ رامنځته نه شي.

د کورنیو چارو وزارت په انګړ کې د عامه خدمتونو مرکز چې د مراجعینو لپاره د وسلو جواز اخیستنې، زرهي وسایطو چلونې او د عدم جرمي مسوولیت اسانتیاو په موخه جوړ شوی؛ هېوادوال کولای شي چې هره ورځ د زرهي وسایطو او د وسلو جواز له دغه مرکز څخه ترلاسه کړي.