د کابل ښار ۱۶ حوزې اړوند برید په تړاو د کورنیو چارو وزارت اعلامیه!

نن سهار شاوخوا ۰۸:۰۰ بجې ترهګرو د یو موټر سایکل په وسیله د کابل ښار د شپاړلسمې حوزې اړوند ملي بس څلور لارې ته څېرمه پر یوه کاسټر موټر ځانمرګی برید وکړ.
په دې پېښه کې پنځه ملکیان شهیدان شوي او ۲۱ نور ټپیان دي، چې ډېری یې ښځې او ماشومان دي.
ترهګر په بیاځلي توګه پر ملکي خلکو د برید په وسیله خپل جنګي جنایت ثابتوي او دوی د ملکي مرګ ژوبلې ستر عاملین دي.
پر ملکي خلکو برید د ترهګرو کمزورتیا او د جګړې په ډګر کې د دوی ماته ښيي...!