د کورنیو چارو وزارت له سرپرست وزير ښاغلي خلیفه سراج الدین حقاني سره د جاپان پخواني او نوي سفیر ليدنه

په داسې حال کې چې افغانستان لپاره د جاپان مخکني سفیر تکاشي اوکادا ماموریت پای ته رسیدلی، د مخه ښې په پار یې د کورنیو چارو له سرپرست وزیر سره و لیدل. په دې ناسته کې افغانستان لپاره د جاپان هېواد نوي سفیر ښاغلي تاکویوشي کورمايا هم ګډون درلود.
ښاغلي اوکادا خلیفه صاحب ته هرات کې د رامنځته شوې وروستۍ پېښې په اړه خواخوږي وښوده او د دې پېښې د قربانیانو لاسنیوي په موخه یې د ٤ میلیونه ډالرو مرستې راټولولو ژمنه وکړه، نوموړي افغانستان کې د خپل ماموریت پر مهال د وضعیت، مثبتو غبرګونونو او لاسته راوړنو یادونه هم و کړه.
ښاغلي اوکادا هېواد کې امنیتي وضعیت وستایه او په وینا یې د کندهار او بامیان په ګډون یې د افغانستان ګوټ – ګوټ ته پرته له کومې وېرې او ستونزې سفر کړی دی.
قدرمن خلیفه صاحب د ښاغلي تکاشي اوکادا ماموریت وستایهٔ او مننه یې ترې وکړه. همدا راز یې نوي ټاکل شوي سفیر ته ښه راغلاست ووایهٔ او د چارو په ترسره کولو کې یې د بریالیتوب هیله ورته وکړه.
خلیفه صاحب وویل: جاپان له افغانانو سره تل مرسته او خواخوږي لرلې او دا روحیه یې د سفیرانو په ښه ماموریت کې منعکسه وي.
د ښاغلي حقاني په وینا: د دواړو هېوادونو تاریخي اړیکو ته په پام سره جاپان کولای شي د افغانستان په بیارغونه کې رغنده رول و لوبوي.