د پاسپورټ د عمومي ریاست خبرتیا
ګرانو هیوادوالو ته خبر ورکول کیږي چې د یخ موسم او د مراجعینو لپاره د بشپړو اسانتیاوو د نه شتون، دغه راز د مراجعینو د ازدحام له امله د پاسپورټ ریاست ته نږدې سیمې اوسیدونکو ښاریانو د شکایت او ستونزو له امله د اوس لپاره په کاغذي عریضو د پاسپورټ ورکړه بنده ده.
یوازې له آنلاین لارې راغوښتل کیدونکو مراجعینو او د عاجلو ناروغانو په شان سختو اړمنو کسانو ته پاسپورت ورکول کیږي. پاسپورټ ریاست په پلان کې لري په ټولو ولایاتو کې د کار د ظرفیت لوړولو تر څنګ، په ځانګړي ډول په شپږ زونونو کې د پاسپورت د توزیع کار لا نور چټک کړي. دغه راز په پلازمینه کابل کې د پاسپورت د توزیع د څلورو نورو څانګو پرانیستل هم تر کار لاندې دي.
د یادو آمادګیو د بشپړیدو تر وخته هیوادوال کولای شي یوازې له آنلاین لارې پاسپورټونه تر لاسه کړي.