د مقام د دفتر ریاست

د جندر، بشري حقونو او کوچنیانو ریاست:

په ۱۳۸۷ کال کې د جندر برخه په مرکز او ولایتونو کې د ۴۱ پوستونو په درلودلو سره د کورنیو چارو په وزارت کې رسماً جوړه شوه د کورنیو چارو وزارت د  جندر برخې جوړیدل د نړۍ د جندر د برخې ډیره ستره برخه ده یو کال وروسته د دې برخې مسوولیتونو پراختیا پیدا کړه چې د بشري حقونو او کوچنیانو برخې هم په دغه کې ځاي پر ځاي شوې او د جندر، بشري حقونو او کوچنیانو ریاست ته یې ارتقا وموندله.

یاد ریاست د اساسي قانون د ۲۲ مادې، د ملګرو ملتونو د منشور، د دولتونو ترمنځ د تړونونو او دنړیوالو میثاقونو پر اساس چې افغانستان په هغوي پورې وتړل شو د کورنیو چارو د وزارت د بشري حقونو رعایت او ملاتړ، د جندر مساوی والې، د تاوتریخوالې کمول او د بشري حقونو نه سرغړونه په پام کې لري ترڅو(۱۰۰۰۰) تنه ښځینه د افغانستان د ملي پولیسو لیکو کې جذب کړي اوس مهال په دې پروسه کې ۱۸۲۵ تنه ښځې په ملکي او پوځي برخو کې په دندو ګمارل شوي دي.

په ۱۳۹۲ کال کې د ښځو پر وړاندې د زور زیاتي ۴۸۸ پیښي ثبت شوي دي چې له هغې ډلې ۲۹۳ پیښې د یاد ریاست لخوا څارل شوي او تعقیب شوي دی او اړونده ځایونو ته سپارل شوي دی او د هغې له ډلې نه ۳۰ نورې پیښې د ځایې سپین ږیرو او مشرانو لخوا حل شوی دی.

د جندر، بشري حقونو او کوچنیانو ریاست خپل استازي باییومیټرک ته ورپیژندلې دي ترڅو هغه کسان چې د ۱۸ کلونو نه کم عمر لري په کار باندې د هغوي د ګمارلو نه مخنیوي وکړي.

د پولیسو ۱۱۹ نمبر اطلاعاتي مرکز:

د کورنیو چارو وزارت په ۱۳۸۸ کال کې په کابل ښار کې د پولیسو ۱۱۹ نمبر اطلاعاتې مرکز پرانیستلو د پولیسو ۱۱۹ اطلاعاتي مرکز د ناټو په مالي مرستي سره جوړ شو چې د ۶۸ تنه کارکوونکو لرونکې دی د هغې له ډلې څخه ۷ تنه ښځې جوړوي دا مرکز په ۲۴ ساعته ډول په درې وخته او د اوونۍ په ۷ ورځو کې (ټوله اوونۍ) د هیواد والو په چوپړ کې دي د دې مرکز د جوړیدو موخه دا ده تر څو خلک وکولې شي د پولیسو د ځواکونو په واسطه د هغوي د بدچلنۍ، فساد او د بشري حقونو څخه او همدا رنګه د جرمونو او ترهګریزو کړنو د مخنیوی د پاره د ټیلفون د هرې شمیري نه د دوي سره اړیکې ونیسې خپل راپور او ستونزې هغوي ته وړاندې کولي شي.

د ۱۳۹۲ کال په اوږدو کې د دی مرکز فعالیتونه د پراخیدو په حال کې وو او په ۵ نورو ولایتونو (کندهار، هلمند، ننګرهار، هرات او بلخ) کې هم جوړ شوی دي.

د دی مرکز د جوړیدو نه وروسته هره ورځ چې خلک د دې مرکز سره اړیکې ټینګوي د یادونې وړ زیاتوالې په کې راغلې دې.

د اړیکې د نیولو وروسته ستونزه د پولیسو اړونده څانګې ته ورکړ کیږي ترڅو په خپل وخت سره لازمې کړنې سرته ورسیږي.

د بیلګې په توګه هغه اړیکې چې د ډار اچوونکو یا د شکمنو فعالیتونو په برخه کې اطلاعات وي د چټک غبرګون پولیسو ته خبر ورکول کیږي ترڅو په چټک ډول د موضوع په تړاو کړنه سرته ورسوي.

د پولیسو ۱۱۹ نمبر مرکز په ۱۳۹۲ لمریز کال کې د خلکو په مرسته وکولې شول د ډیرو بوګنونکو پیښو څخه مخنیوی  وکړي چې د خلکو د مال او ځان د ژغورولو لامل وګرځي د بیلګې په ډول په ۱۳۹۲ لمریز کال کې د هغو اړیکو د ټینګولو پر بیناد چې خلکو د ۱۱۹ نمبر سره درلودلې ملي پولیسو وکولې شول چې په ټول هیواد کې ۱۷۳ کړۍ ځاي په ځاي شوي ماینونه شنډ کړي، همدا رنګه ۱۵ ځانمرګې واسکټونه او ۲۰ تنه هغه ځانمرګې کسان چې زمونږ د بیګناه خلکو د مرګ هوډ یې درلوده د دې مرکز د لویو لاسته راوړنو څخه ګڼل کیږي.

د چاودیدونکو توکو او د لارې په دواړو غاړو کې د ماینونو ځاي په ځاي کول لوي ګواښ او په هیواد کې امنیت د ستر چلینج لورې ته راکشوي په ۱۳۹۲ کال په اوږدو کې د خلکو د اړیکو په ټینګولو سره چې دې مرکز سره یې درلودی ۳ تنه ماین خښونکې د هیواد د زړورو ملي پولیسو لخوا ونیول شول او د قانون منګولو ته وسپارل شول همدا رنګه د چاودیدونکو توکو زیاته اندازه او په زیات شمیر کې وسلي کشف او شنډې کړې شوي د بیلګې په توګه د روان کال په اوږدو کې د چاودیدونکو توکو د امونیم نایټریټ ۷۰ بورۍ ، د هاوان ۸۰ ګولۍ ، د چاودیدونکو توکو نه ډکې ۶ بوشکې او یوه عراده په چاودیدونکو توکو سمبال موټر سایکل کشف او شنډ کړې شو.

۱۱۹ نمبر مرکز د جرمونو سره د مبارزې په برخه کې چې د پولیسو یوه اصلي برخه جوړوي هم ډیر په کار راتلونکې او په ځای تمام شوي دي د ۱۳۹۲ کال په اوږدو کې دا مرکز په دې بریالې شوې دی چې د کورونو ۳۲ تنه غله، د واسطو ۱۹ تنه غله او ۷  تنه اغوا کوونکې نیولې او اړونده اورګانونو ته یې استولې دي.

د مطبوعاتو او عامه اړیکو ریاست:

د مطبوعاتو او عامه اړیکو ریاست دنده لري ترڅو د پولیسي ځواک ټول پیغامونه د هغوی مخاطبینو او مینه والو ته ورسوي او همدا رنګه مکلف دی چې د امنیتي حالت نه په مناسب وخت کې رسنۍ او خلک خبر کړي همدا رنګه د ملي پولیسو د فعالیتونو بهیر د تبلیغاتي کمپاینونو د اچولو له لارې خلکو ته ورسوي او د وزارت لید لورې او موخه د مهمو پیښو په برخه کې بیان کړي. همدا رنګه عامه فکرونه د هیواد د وضعیت په اړوند د کورنیو چارو وزیر ته وړاندې کړي دا ریاست د خبرونو، تولید، د رسنیو څارنه ، ویبپاڼه، مطبوعاتو سره اړیکې ، د پاڼو ساتن ځای (آرشیف) او ادارې څخه عبارت دي چې د کورنیو چارو وزارت د دفتر د مقام په آډانه کې خپل فعالیتونو او دندې سرته رسوي.

د یاد ریاست فعالیتونه په ۱۳۹۲ کال په اوږدو کې په څو لویو  برخو کې لکه عامه، دیپلوماسي ، د رسنیو سره د دښمن د پروپاګندونو د شنډولو د پاره په ستراتیژیکو اړیکو تمرکز وو د یاد ریاست له لارې نه د ملي پولیسو اساسي پیغامونه د بیلا بیلو کمپاینونو له لارې خلکو ته وړاندې کړي دي د پولیسي خدمتونو وړاندې کول، د ټولنیزو اطلاعاتو د بیلابیلو وسیلو له لارې خلکو ته رسوي.

یاد ریاست د شفافیت د رامنځته کولو د پاره د کورنیو چارو وزارت د سترو مقامونو سره د اړیکو د ټینګولو د لارې په ژوندې تلویزیونې بڼه خپرونه (پولیس او خلک) د افغانستان د ملي تلویزیون له لارې ترلاس لاندې نیولې وه چې په دې خپرونه کې خلکو وکولې شول د کورنیو چارو وزیر او ارشد معین سره نیغ په نیغه په اړیکه کې شي او  نوموړو دوو لوړپوړو چارواکو ته خپل نظرونه د پولیسو او امنیت په برخه کې وړاندې کړي همدا شان هیوادوالو په دې پروګرام کې خپل شکایتونه د پولیسو د بدچلنۍ له امله د وزارت د مشر تابه د مقام سره شریک کړي دي.

د کورنیو چارو وزیر نوموړو شکایتونو ته سخته پاملرنه کړي ده د ۱۳۹۲ کال په اږدو کې د (پولیس او خلک) شپږ خپرونې د کورنیو چارو د وزیر او ارشد معین  سره جوړې شوي دي.

د دي نه برسیره ،د مطبوعاتو ریاست هیواد والو ته د امنیتي مالوماتو وړاندې کولو په اړه پراخ مطبوعاتي کنفرانسونه جوړ کړې او دغه د دې ریاست یوه اساسي دنده ګڼل کیږي په ۱۳۹۲ کال کې د کورنیو چارو وزارت ویاند ۳۴ مطبوعاتي کنفرانسونه سرته رسولې دي چې په نوموړو کنفرانسونو کې امنیتي بیلابیلې برخې او د کورنیو چارو وزارت د پرمختګونو او داسې نورو چارو په برخه کې مالومات ورکړ شوي دي، د یاد ریاست لخوا (۲۰۰۰۰۰) ټوکه کتابچې چې د ښوونځیو د زدکوونکو لپاره د پولیسو د ځواک د بیلابیلو پیغامونو او انځورونو سره مل یي چاپ او په بې وزله زدکوونکو د هیواد په سراسر کې ویشل شوي دي.

د رسنیو سره د اړیکو د ټینګولو په اړه یاد ریاست په دې وس پیدا کړې دی چې د بهرنیو او کورنیو رسنیو سره مسلکي او معیاري اړیکې ټینګي کړي په وخت سره د کوټلي او دقیق راپور ورکونه او په ساده ډول د دې وزارت مطبوعاتو ته د رسنیو لاس رسې هم د دې ریاست د کارونو د لړۍ برخه جوړوي.

د یونیسکو (UNISCO) ادارې په مرسته د مطبوعاتو د ریاست له لوري په میاشت کې د خدمت په نوم یوه میاشتنۍ مجله چاپ او د پولیسو او د خلکو په واک کې ورکړ شوي د خدمت میاشتنۍ  د پولیسو په برخه کې د ځانګړو مالوماتو لرونکي وي چې مامولاً د زده کړو په اړه موضوع ګانې د پولیسو په برخه کې رانغاړي هیره دی نه وي چې يه یو کال کې (۱۸۰۰۰۰) ګڼې د خدمت میاشتنې چاپ او ویشل شوی دي. همدا راز د خدمت مهالنۍ چې په هرو دریو میاشتو کې خپریږي څلور ګڼې چې ټولې (۶۰۰۰۰) ګڼې کیږي خپری شوی دي.

د کورنیو چارو وزارت د انټرنیټي پاڼې او د ټولنیزو شبکو پیاوړې حضور د مطبوعاتو په انلاین برخه کې د مطبوعاتو او عامه اړیکو ریاست په خپلو زیاتو هلو ځلو سره وکولې شول تر څو د وزارت ویبپاڼې له لارې د نورو مطبوعاتو سره د اړیکو یو منظم پل جوړ کړي.

د ورځپاڼو د خپریدو شمیر، تصویرونه ، د وزارت د خدمتونو د عامه اطلاعاتو او د دی وزارت په ویبپاڼه کې د معلوماتو وړاندې کول په زیاته پیمانه شوی دی همدا اوس مهال کولې شۍ چې د وزارت په وییپاڼه کې د ولسي پولیسو، ښځینه، کوچنیانو ، پاسپورټ، تذکرې د چلولو جواز او د نقلیه وسایطو د ثبت اسناد په کې وګوري.

د هیوادوالو د اندیښنو او نظرونو اوریدل

د هیواد والو  د اندیښنو او نظرونو اوریدل د کورنیوچارو وزارت په دي پوهیږی چی په ولسي  پولیسو باندی د ټولو پولیسو بدلول د هیواد والو د غوښتنو او نظرونو او د هغوي د اندیښنو اوریدلو  پورې تړلي دي د کورنیوچارو وزارت د نوموړي کار لپاره دوه رسمی طرزالعملونه یا مکانیزمونه چی دهغې له ډلی یوه  یی ملي سلاکاره شورا او بله یی ولایتی سلاکاره شورا ده چی په ۱۳۹۲(۲۰۱۴) کی یی جوړې کړی دی د ملی سلاکاری شورا غونډې د افغانستان د ټولنې د بیلا بیلو برخو په استازیتوب په منظم ډول د پولیسو د خدمتونو په برخه کې د هیواد والو د لومړیتوبونو د پیژندنې او د سترو اندیښنو په اړوند موضوګانو او د هغوي د آزادۍ په برخه کې جوړیږي څرنګه چې ملي سلاکاره شورا په داسې ترتیب تنظیم شوی ده چې د ټولو هېوادوالواو ښاریانو اوازته لبیک وایی او د هیواد والو سره د خبرتیا د پاملرنې ته د کورنیوچارو وزارت د تصیمونو په نیولو کې مرسته کوی. همدارنګه ولایتي سلاکارې شورا ګانې په ولایتونو کی د امنیه قوماندانانو په کوربه توب د ولایت پرکچه جوړیږي لومړنۍ ملي سلاکاره شورا د ۱۳۹۲ کال د غویي په ۳ نیټه چې (۲۰۱۳) کال د اپریل ۲۳ مې سره برابره وه د کورنیو چارو وزیر تر مشرۍ لاندې جوړه شوه چې ۲۲ تنو ښځینه، ځوانانو او خبریالانو د دولتي او مدني ټولنو د بنسټونو استازیتوب يې کاوه په دی شورا کې حضور درلوده د کورنیوچارو محترم وزیر او د هغه ویاند صدیق صدیقی د ملي سلاکارې شورا موخه اوتګ لاره بیان کړه او امنیتي اندیښنې یي د خپلې وینا په ترڅ کې څرګندې کړې.

 رسنیو او مطبوعاتو د کورنیو چارو د وزیر او د هغه د ویاند نوموړې ویناوې د خپل خبری پوښښ لاندې ونیولې. د ملی سلاکارې شورا دویمه  غونډه دولت د ۲۱ تنو غړو په ګډون د ۱۳۹۲ کال د زمري په ۲۴ نیټه چې ۲۰۱۳ کال د اګست د میاشتې سره سمون خوري جوړه شوه چی د ملي سلاکارې شورا غړو په بیلا بیلو برخوکی ویناوې وکړي او د پولیسو دلارښوونې او خدمتونو د پوښښ په برخه کې د مرکز او ولایتونو په کچه څو وړاندیزونه وشول.

د ولایتي سلاکارې شورا ازمایښتي غونډه د پروان د امنیه قوماندان تر مشرۍ لاندې د ۱۳۹۳کال د غبرګولي په ۱۹ نیټه چې د ۲۰۱۴ کال د جون د میاشتي د نهمي نیټي سره سمون لري په نوموړې ولایت کی جوړه شوه چی د مدني ټولني ۱۳ تنو غړو په کې ګډون کړې وو چې  ددغه ولایت د شتو  امنیتي اندیښنو او همدا راز د ولایتي شورا د طرز العملونو په قاعدو باندې خبرې او ویناوې وشوی.

ددی شورا غړو همدارنګه د ولایتی سلاکارې شورا په برخه کې یولړ وړاندیزونه مطرح کړل چې په دی ترڅ کې امنیه قوماندان د ولایتي سلاکارې شورا نوموړو کارونو درناوې وکړ او زیاته یي کړه :

چی دا شورا د پولیسو ویښتیا او د ولایت په کچه د یولړ خدمتونو په سرته رسولو کې مرسته وکړي د شورا غړو ومنله چې ولایتي سلاکاره شورا ګټوره او په ځای ده باید په  منظم ډول غونډې ترسره کړي.