Pastنور دلته
د هېواد په څلورو ولایتونو کې ۴۴ ترهګرو طالبانو ته مرګ ژوبله واوښته
ترهګرو طالبانو د خوست، کندهار، زابل او فاریاب ولایتونو په اړوند سیمو کې د ملي امنیتي ځواکونو پر پوستو ترورېستي بریدونه ترسره کړي، چې د امنیتي ځواکونو له کلکو ځوابیه غبرګونونو سره مخ شوي. . .
کابل کې له یوه ترورېستي بریده مخنیوی شوی
ترهګرو د کابل ښار داتمې ناحیې په اړوند سیمو کې یو کړۍ ریموټ کنټرول ماین ځای پر ځای کړی و، چې د اتمې امنیتي حوزې د منسوبینو لخوا کشف او د کابل ولایت د امنیه قوماندانۍ د منسوبینو له لوري. . .
کابل کې ۱۸ تنه د جنايي جرمونو په تړاو ونیول شول
د کابل ولایت د امنیه قوماندانۍ منسوبینو د کابل ښار او ولسوالیو په بېلابېلو سیمو کې د څو جلا اوپراتیفي عملیاتو په ترڅ کې ۱۸ تنه د جنايي جرمونو په تړاو نیولي دي.
یاد کسان د کابل ښار د. . .
پولیسو کابل کې یو غلا شوی موټر ترلاسه او په تړاو یې دوه تنه ونیول
نن له غرمې مخکې دوه غلو د کابل ښار د لسمې امنیتي حوزې په اړوند مدینه بازار سیمه کې د یادې سیمې دیوه اوسېدونکي فرونر ډوله موټر غلا کړی و.
پولیسو د یادې قضیې تر اطلاع وروسته چټک کشفي او. . .
درېیو ولایتونو کې اته تنه د نشه يي توکو د قاچاق په تړاو ونیول شول
د ننګرهار ولایت د امنیه قوماندانۍ له نشه يي توکو سره د مبارزې منسوبینو د جلال اباد ښار د اومې او نهمې ناحیو او غني خېلو ولسوالۍ په اړوند سیمو کې د درېیو بېلو عملیاتو په ترڅ کې د نشه يي. . .
غزني او لوګر کې له څلورو ماین چاودنو مخنیوی شوی او فاریاب کې د ترهګرو طالبانو د جنګي مهماتو یوه زېرمه کشف او ترلاسه شوه
د غزني ولایت د امنیه قوماندانۍ منسوبینو د غزني ښار په درېیمه ناحیه کې د ترهګرو طالبانو د درېیو کړیو ځای پر ځای شویو ماینونو له چاودنې مخنیوی کړی دی.
په همدې حال کې د ملي پولیسو ځانګړو. . .
د هېواد په درېیو ولایتونو کې ۳۷ ترهګرو طالبانو ته مرګ ژوبله واوښته
ترهګرو طالبانو د زابل، لوګر او غور ولایتونو په اړوند سیمو کې د تېرې یوې شپې ورځې په لړ کې د ملي امنیتي ځواکونو پر پوستو بریدونه کړي، چې د ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو له کلکو ځوابیه. . .
کندهار کې د ترهګرو د خپل لاسي ماین د چاودنې له امله د درېیو طالبانو د وژل کېدو سربېره، په څلورو ولایتونو کې د اوه کړیو ماینونو له چاودنې مخنیوی شوی
د هرات، زابل، غزني او کونړ ولایتونو د امنیه قوماندانیو منسوبینو د یادو ولایتونو په اړوند سیمو کې د ترهګرو طالبانو د اوه کړیو ماینونو له چاودنې مخنیوی کړی دی.
ترهګرو د هرات ولایت په. . .
د هېواد په درېیو ولایتونو کې ۴۳ ترهګرو طالبانو ته مرګ ژوبله واوښته
ترهګرو طالبانو په کابل، خوست او زابل ولایتونو کې د تېرو ۴۸ ساعتونو په لړ کې د ملي امنیتي ځواکونو پر پوستو د سپکو او درنو وسلو بریدونه ترسره کړي، چې د امنیتي او د ملي پولیسو د ځانګړو. . .