پولیسو؛ په اتو ولایتونو کې ۲۱ تنه نیولي دي
پولیسو له تېرو ۲۴ ساعتونو راهیسې څلور تنه د غلا په تړاو په ننګرهار، درې غله په نیمروز، یو تن د وژنې په تړاو په کندهار، دوه غله په بلخ او تخار او همداراز په هرات او اورزګان کې دوه تنه د وسلو د ناقانونه ګرځولو په تړاو نیولي دي.
ورته مهال، پولیسو د کندز په مرکز او ولسوالیو کې له تېرو اوو ورځو ۹ تنه د غلا او اخلاقي فساد په تړاو نیولي دي.