امنيتي ځواکونو؛ په ۱۱ ولايتونو کې ۵۸ تنه نيولي دي
پولیسو د هیواد په ۱۱ ولایتونو کې له تېرو ۲۴ ساعتونو راهیسې د غلاوو، وژنو، قمار، لرغونو اثارو پلور او نورو جرمونو په تړاو ۵۸ تنه نیولي دي.
له ډلې یې، نیمروز کې ۱۱ تنه د جنایي جرمونو په تړاو، ۱۰ غله په خوست، ۹ تنه د بېلابېلو جرمونو په تړاو په خوست، شپږ جوارګر په کندز او پنځه تنه د نښتې او وژنې په تړاو په ننګرهار کې نیول شوي دي.
ورته وخت کې، څلور تنه د اوسپنې د قاچاق په تړاو په هلمند، پنځه غله په کندهار، درې تنه د لرغونو اثارو د پلور په تړاو په هرات، دوه غله په اورزګان، یو تن د وژنې په تړاو په بلخ او دوه غله د نورستان ولایت په مربوطاتو کې نیول شوي دي.