په شپږو ولایتونو کې؛ ۱۵ تنه نیول شوي او د سون لرګیو د قاچاق مخ نیوی شوی

moi-af
پنجشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۱ - ۱۰:۳۲
sfsfsf

د تیرو ۲۴ ساعتونو په لړ کې، د پولیسو ځواکونو، ۱۵ تنه د غلا، وژنې، عامه امن او نظم اخلالولو او ناوړه ګټې اخیستې په تړاو په ۵ ولایتونو کې نیولي.
له دې ډلې، ۵ تنه د عامه امن او نظم د اخلالولو په تړاو په جوزجان کې، ۳ غله او تنه د غیرقانوني وسلو سره د مجاهدینو د نامه څخه په ناوړه ګټه اخیستنې په تړاو په هرات کې، دری غله په کندهار کې، یو تن د مجاهدینو د نامه نه په ګټې اخیستنې په بامیانو کې او یو بل تن د وژنې په تړاو د سرپل ولایت په اړونده سیمو کې نیول شوی.
په همدې حال کې، د ننګرهار امنیه قومندانۍ پولیسو، ۱۱ عرادې هغه موټر نیولي چې د سون لرګي یې په غیر قانوني توګه لیږدول.