فارياب کې د يو ځوان د شکنجه کولو په تړاو شپږ عاملين ونيول شول.

moi-af
چهارشنبه ۱۴۰۳/۴/۶ - ۱۰:۷

د فارياب ولايت په بلچراغ ولسوالۍ کې د يوه ځوان بې رحمه او وحشيانه ډول شکنجه کول په هيڅ صورت د توجيې وړ نه دي او له عاملينو سره به يې جدي او قانوني چلند وشي.

د کورنيو چارو وزارت مشرتابه ددغې بوږنوونکي پېښې وروسته د فارياب د پوليسو  ځایي مسوولينو ته لارښوونه وکړه چې ددغه جنايتکارانه عمل عاملين ژر تر ژره وپيژني او ونيسي.

د یادې پېښې په تړاو ۱۰ تنه تورن کسان پېژندل شوي وو چې ۶ تنه یې پولیسو نیولي او پاتې یې تر جدي څار لاندي دي.

د پولیسو د لومړنیو څېړنو پر بنسټ د یاد ځوان شکنجه د یو کور دننه د شخصي او قومي دوښمنۍ له کبله وه، چې په دې تړاو د پولیسو لا نورې څېړنې روانې دي.