۱۰ ولایتونو کې؛ پولیسو ۲۰ تنه نیولي او له انسان تښتونکویې یو ماشوم ازاد کړی
امنیتي ځواکونو په نهو ولایتونو کې د وژنې، غلاوو، غصب، د مرګ ګواښ، نشه یي توکو کارولو او اخلاقي فساد په تړاو ۲۰ تنه نیولي دي.
له منځه یې، اورزګان کې درې تنه د وژنې په تړاو، پنځه غله په نیمروز، درې تنه ننګرهار کې یو ډاکټر ته د مرګ د ګواښ په تړاو، دوه مجرمین په بلخ، درې تنه د نشه یي توکو کارولو په تړاو په کاپیسا، یو تن په جوزجان کې له بار وړونکو موټرونو د باج اخېستو په تړاو او درې غله په هرات، خوست او غور کې نیول شوي دي.
ورته مهال، د کندهار امنیه قومندانۍ منسوبینو یو پنځه کلن ماشوم چې څو ورځې وړاندې انسان تښتونکو د کندهار ښار له اوومې ناحیې تښتولی و، پیدا او خپلې کورنۍ ته سپارلی دی.