۳ ولایتونو کې؛ د نشه یي توکو کارخونه ویجاړه او ۲۲ تنه ونیول شول

moi-af
یکشنبه ۱۴۰۳/۳/۲۰ - ۱۳:۵۸
سبسبس

نشه یي توکو سره د مبارزې پولیسو تېرو اوو ورځو کې د نشه یي توکو د قاچاق او پلور په تړاو ۱۵ تنه په جوزجان، پنځه تنه په بلخ او دوه تنه په نیمروز کې نیولي دي.
له نیول شویو کسانو  سره یوه اندازه نشه یي توکي او الکولي څښاک هم نیول شوی دی.
همداراز پولیسو د نیمروز په دلارام ولسوالۍ کې د نشه یي توکو کارخونه له ۱۰ کیلو رنګ، درې کیلو شیشې او ۲۰ لېټره تیزابو سره موندلې او سوځولې ده.