د هېواد د کورنیو چارو وزارت لومړي مرستیال ښاغلي مولوي محمد نبي عمري نن په خپل دفتر کې د پاکستان د کورنیو چارو وزارت مرستیال ښاغلي محمد خُرم آغا په مشرۍ راغلي پلاوي سره ولیدل. 

moi-af
شنبه ۱۴۰۳/۳/۱۲ - ۱۰:۵۸
یلیلیل

مرستیال وزیر پلاوي ته ښه راغلاست وویل او تګ راتګ یې د مشکلاتو حل او د اړیکو پراختیا کې اغېزناک وبلل. 

راغلي پلاوي په سیمه کې امنیت د ټولو لپاره ګټور یاد کړ او هیله یې څرګنده کړه چې ځینې موجود مشکلات حل شي.

 ښاغلي خرم اغا د ډېورند کرښې پورې غاړه د «بِشام» سیمې د روان میلادي کال د مارچ ۲۶ ترهګریز برید په اړه خبرې وکړې او په امنیتي برخه کې  یې د افغان حکومت د مرستې هیله وکړه. 

ښاغلي عمري د اسلامي امارت د نېک نیت په اړه وویل: افغانستان هسې چې ځان لپاره امن غواړي، نورو ته هم ښې هیلې لري. نوموړي زیاته کړه: موږ د «شر» په سیاست باور نه لرو. نیت او عمل مو داسې دی چې په سیمه کې امن د ځان او ټولو په خیر بولو. د «بشام ترهګریزه پېښه» یوه بده حادثه وه، مګر ټول باید د خپلو ساحو امنیتي مسؤلیت پر غاړه ولرو او د مسایلو د انحراف پر ځای واقعي همکاریو ته زمینه مساعده کړو. اسلامي امارت دې ته ژمن دی چې له خپلې خاورې نورو ته د ناوړه استفادې اجازه ورنه کړي؛ له نورو هم ورته هیله لري.