لغمان کې د قومي شخړې مخه ونیول شوه

moi-af
چهارشنبه ۱۴۰۳/۳/۲ - ۱۰:۴۰
sfsf

د لغمان په الیشنګ ولسوالۍ کې دوه قومونه چې له پخوا یې دښمني لرله تېره ورځ وسله واله نښته کړې چې دواړو قومونو ته ترې ځاني زیان هم اوښتی دی.
 له نیکه مرغه امنیتي ځواکونو سیمې ته ځان رسولی او له زر تر زره یې د نښتې د پراخېدو مخه نیولې ده.

د یادولو ده چې د امنیتي او دفاعي ځواکونو په ګډو عملیاتو کې د نښتې په مهال له دواړو لوریو ۲۵ کسان له ۳۰ میله وسلو سره نیولي دي.