۵ ولایتونو کې؛ پولیسو نشه یي کروندې تخریب او ۲۰ روږدي راټول کړي

moi-af
دوشنبه ۱۴۰۳/۲/۳۱ - ۱۲:۰
cddcd

په ولایتونو کې د نشه یي کروندو د له منځه وړلو په دوام پولیسو ۲۸ جریبه د کوکنارو کروندې په تخار او څلور جریبه په نورستان کې له منځه وړي او په سرپل ولایت کې یې یو تن د نشه یي توکو د پلور په تړاو نیولی دی.

همداراز نشه یي توکو سره د مبارزې پولیسو ۱۷ روږدي د فاریاب په بندر ولسوالۍ او درې تنه په بامیان ولایت کې راټول کړي او روغتیایي مرکزونو کې بستر کړي دي.