۶ ولایتونو کې؛ پولیسو زرګونه کیلو په نشه یي توکي کې کاریدونکي توکي نیولي او ډېره کچه نشه یي توکي سوځولي دي

moi-af
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۲/۱۸ - ۱۰:۳۹
sfsfsfs

نشه یي توکو سره د مبارزې پولیسو د دایکندي ولایت په سنګتخت و بندر ولسوالۍ کې درې تنه په یو کماز موټر کې بارکړې په نشه یي توکو کې کاریدونکې اته ټنه چونې، ۵ ټنه او ۱۶۸ کیلو سوډا، یو زر او ۲۰۰ لېټره تېزابو او څلور موټر سایکلونو سره نیولي دي.

همداراز نشه یي توکو سره د مبارزې پولیسو نیمروز کې د نشه یي توکو د یوې کارخونې د سوځولو ترڅنګ غزني کې د تېرو څو میاشتو نیول شوي ډېره کچه نشه یي توکي سوځولي دي.

ورته مهال پولیسو د نشه یي توکو د پلور په تړاو دوه تنه له ۱۶ کیلو تریاکو سره د بدخشان ولایت په خاش ولسوالۍ، یو تن د ۹۶ کیلو ایف نشه یي توکو سره د هلمند په باغران ولسوالۍ او د نشه یي توکو یو کارونکی په بامیان ولایت کې نیولی دی.