امنیتي ځواکونه: اوو ولایتونو کې ۱۵ تنه نیول شوي
امنیتي ځواکونو د هیواد په اتو ولایتونو کې د تېرو ۲۴ ساعتونو راهیسې د غلا، انسان تښتونې، اخلاقي فساد او نشه یي توکو کارولو په تړاو ۱۵ تنه نیولي دي.
له منځه یې، تخار کې دوه تنه د اخلاقي فساد او دوه تنه د نشه یي توکو کارولو په تړاو، څلور غله په سمنګان، دوه تنه د غلا، اسنادو جعل او انسان تښتونې په تړاو په بغلان، دوه مجرمین په نیمروز او درې تنه د غلا په تړاو په فاریاب، کندهار او هرات کې نیول شوي دي.